BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:06 گرينويچ 2011 ,15 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د آبادۍ غږ: د کوژدې کولو حق
 د کوژدې کولو حق
ددې لپاره، چې پغلې په کورکې پاتې نشي، ځينې کورنۍ هغوی په وړکتوب کې دبل په نامه کوي.
د اسلام دسپيڅلي دين دلارښوونوسره سم هره ځوانه نجلۍ او هلک دژونددملګري د ټاکلوکې حق لري، خو دافغانستان په کليو او بانډو کې ډېری ځوانان له دې حق څخه بې برخې دي.

که چېرې ددې هېوادپه ليرو پرتوسيمو کې ځوانان وغواړي، پخپله خوښه دژوند ملګری وټاکي، دکورنۍ له کلک مخالفت سره مخ کيږي.

نجيبه دهرات ولايت يوې مېرمنې وويل، چې پلار يې ددې له خوښې پرته په شپاړس کلنۍ کې واده کړه.

پر دې برسېره يوشمېرنورو لا د ځوانۍ عمر نه وي پوره کړی، چې واده کولو ته اړکيږي.

کله نا کله په ټولنه کې شته رواجونه هم د دې لامل کيږي، چې کورنۍ دهلک او نجلۍ له خوښې پرته دهغوی دکوژدې او واده پرېکړه وکړي.

پدې رواجونو کې يو هم په کورونوکې دپېغلو نجونو پاتې کېدل شرم ګنل دي، چې کورنۍ اړ باسي هغوی په کوچنيتوب کې کوژده کړي.

د کوژدې دټاکلو حق
دافغانستان په کليو او بانډو کې ډېری ځوانان له دکوژدې دټاکلوله حق څخه بې برخې دي.

دا راز رسم او رواج له ځان سره ناوړې پايلې هم لري، چې صنوبر يفتل دبدخشان اوسېدونکې يې غوره بېلګه ده.

نوموړې وويل، چې پلاريې په ديارلس کلنۍ کې واده کولو ته اړ اېستله،چې تر واده وروسته يې دخسرپه کورکې دومره وهل خوړل ،چې له کورنه تېښتې ته اړه شوه.

د شنو مميزو جوړولد آبادۍ غږ
د شنو مميزو جوړول
ښځې او دولتي دندهد ابادي غږ
ښځې او دولتي دنده
ماشوم او درانه کارونه د ابادۍ غږ
ماشوم او درانه کارونه
د ونې کنډد ابادۍ غږ
مېوه لرونکې ونې او کنډ
دخټکيومچاند ابادۍغږ
دخټکيو مچان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>