BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:04 گرينويچ 2011 ,12 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د آبادۍ غږ: دمميزو ساتنه
د آبادۍ غږ: دمميزو ساتنه
مميز دې پداسې کوټه کې دوچېدولپاره واچول شي، چې آزاده هوا ورته ورسيږي.
د افغانستان په ځينو سيمو کې خلک د انګورو بڼونه لري ، چې يايي انګور پلوري اوياهم ترې مميزجوړوي، خويوشمېريې دمميزوپه ساتنه کې له ستونزو سره مخ کيږي.

داشمېربڼوال اړ کيږي، چې مميزدخرابېدو له وېرې له وچېدو سره سم دهغې دموسم تر رارسېدو مخکې په کمه بيه وپلوري.

د کابل ولايت د استالف ولسوالۍ يو بڼ لرونکي وويل، چې تېرکال يې مميزپه بوجيوکې ځای پرځای او پلاستيک يې پرې اچولی و.

يادو مميزو نم پيدا اوڅه موده وروسته ټول خراب شوي وو. تجربه لرونکي بڼوال ددې دکار لامل په بوجيوکې دلمدومميزو ځای پرځای کول بولي.

ددې ترڅنګ دمميزو دساتلو ځای او لارې چارې اودهغوبوجيوډول، چې مميزپکې ساتل کيږي،هم پدې برخه کې دارزښت وړ رول لوبوي.

عبدالقهارد کابل ولايت د قرباغ ولسوالۍ اوسيدونکی پدې برخه کې خپله تجربه داسې بيان کړه:

موږ هرکال مميز په سړه کوټه کې هواروو، په بوجيو کې ډېر نه اچوو اوزياتې بوجۍ يودبل پرسرنه ږدو، چې مميزخرابوي.

دمميزو ساتنه
لامده مميزپه بوجيو کې ځای پرځای کول دهغې دژرخرابېدو لامل کيږي.

دکرنې پوهان دمميزوساتل هم دبڼ لرونکواو هم دمشتريانوپه ګټه بولي، ځکه چې بڼ لرونکی پکې ښه ګټه او مشتريان په ژمي کې ښه مميز ترلاسه کوي.

د کرنې وزارت د بڼ والۍ دبرخې يو کارکوونکی، سرمحقق صاحب داد پاکبين هم دمميزو دخرابوالي لامل له وخت نه مخکې دمميزو ټولول او په بوجيوکې ځای پرځای کول وګڼل.

 د مڼو ساتنهد آبادۍ غږ
د مڼو ساتنه
حرفه يې زده کړ ېد آبادۍ غږ
حرفه يې زده کړ ې
له مبايل نه ناوړه ګټه اخيستلد آبادۍ غږ
دمبايل ناسم کارول
 د کوژدې کولو حقد آبادۍ غږ
د کوژدې کولو حق
د شنو مميزو جوړولد آبادۍ غږ
د شنو مميزو جوړول
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>