محمد انور اندړ د بي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | ځوانانوته ښايي، خپله توانايي لوړه او د ځانونولپاره دکارزمينه برابره کړي. |
دافغانستان د کليو هغه شمېر ځوانان ، چې دلوړو زده کړو موسسو ته لار نه مومي او هغوی چې دسواد له نعمت نه بې برخې دي،دکارپه موندلو کې له ستونزو سره مخ کيږي. ددې ترڅنګ هغه کسان، چې په بڼوالۍ او مالدارۍ بوخت دي، هم له اقتصادي ستونزو سره مخ کيږي، خو ددې رازکسانودستونزو دحل لارڅه ده؟ د تخار ولايت د کار او ټولنيزو چارو رييس جنيد الله عيني وويل، چې لومړی داړوندو موسسوپه مرسته دبې کارۍ کچه مالوموي. وروسته دې راز کسانوته دحرفه يي زده کړې زمينه برابره او ترڅنګ يې ښځې هم دحرفوي زده کړو نه بې برخې نه پاتې کيږي.  | | | دافغان ښځوټولنه مېرمنوته په لاسي ګنډنو، خياطۍ او نورو برخوکې زده کړې ورکوي. |
همد ا راز افغانو ښځو د ټولنې مشرې، فتانې وويل، چې دفتريې ښځوته په بېلابېلو برخولکه : لاسې ګنډنو،خياطۍ، کلچې پخولو اونورو کې زده کړې ورکوي. پر دې سربېره هڅه او هاند هر ځوان ته د بريا توانايي ورکوي، ځوانانوته ښايي، چې پخپله دغه توانايي لوړه اودځانونولپاره دکارزمينه برابره کړي. |