محمد انور اندړ د بي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | ددې له پاره ،چې ترژمي پورې مڼې خرابې نشي، دهغې دمنځ ډکی بايد ليري نه شي. |
د افغانستان يوشمېر بڼوال دمڼوبڼونه لري، چې ددې مېوې دحاصل پرمهال دهغې دبېې له ټيټوالي سرټکوي اووايي، چې پيسې دونودپالنې خرڅ هم نه پوره کوي. خو داسې بڼ لرونکي هم شته ، چې له لږو امکاناتوڅخه په ګټې اخيستنې سره مڼې ژمي ته ساتي او دهغې دفصل په پرتله ډېره ګټه پکې کوي. آغاشېر د کابل د قرباغ ولسوالۍ يوه اوسيدونکی وويل، چې په ژمي کې يومن مڼې د اوړي په پرتله دوه نيم برابره ګرانې پلورل کيږي. خو بڼوال څرنګه کولای شي مڼې داسې وساتي، چې ترژمي پورې خرابې نشي، پدې برخه کې خلک بېلابېلې تجربې لري. دپغمان اوسېدونکي حاجی حفيظ الله د حاجي حافظ الله وويل، چې د ميزان په مياشت کې دې له ونې يوه يوه مڼه راټوله شي. يادې مڼې دې په احتياط سره په ټوکريوکې ولېږدول شي اودمنځ ډکی يې بايد ليرې نشي او روغې مڼې دې په کارتن کې ځای پرځای شي.  | | | خرابه اوزخمي مڼې دې له روغوهغوبېلې اوبيا دې په کارتونونوکې ځای پرځای شي. |
کارتونونه دې يو له بل نه په واټن کې په داسې ځای کې وساتل شي، چې هوايې معتدله وي. همدا راز زيات کارتونونه دې يودبل پرسرنه کېښودل کيږي، چې په مڼو زور راځي او خرابوي يې. |