محمد انور اندړ د بي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | دماشومانو دواکسين تطبيق هغوی د وړکتوب ددورې له وژونکوناروغيو ژغوري. |
افغانستان يو له هغو هيوادونو څخه دی، چې د ګوزڼ او يو شمېر نورو وژونکو ناروغيو پيښې پکې ډېرې ترسترګوکيږي. ددې ناروغۍ دمخنيوي په موخه دهېواد په ډېری سيموکې ماشومان اوښځې واکسين کيږي، چې يوشمېرواکسيناتوران له يولړستونزوسره مخ کيږي. ځينې خلک واکسين کوونکې په دولت او يا بهرنيو سازمانونو پورې تړلي بولي،چې پدې توګه کله ناکله ورته ستونزې پېښوي. د غزني د ګيرو ولسوالی يو تن وويل، چې يوځل دهغه ځای اوسېدونکوپه واکسين کوونکو واکسين په زور څښلي وو. له دې پېښې وروسته ټول واکسيناتوران بې حاله اوپه روغتون کې ددرملنې لپاره بستر شوي وو. جاويد د واکسين يوتن رضا کار وويل، چې دواکسينو پرمهال يوه تن ددې لپاره وواهه، چې دواکسينو پرځای دې خوراکي توکي راوړي. خويوشمېر داسې کسان هم شته ، چې له واکسيناتورانوسره مرسته خپله دنده بولي او په خپله سيمه کې ورسره همکاري کوي.  | | | ځنې کسان واکسيناتوران د دولت اوبهرنيو موسسوکارکوونکي بولي، مر سته ورسره نه کوي. |
قاري ذبيح الله، د کابل د قرباغ د روغتون يوه واکسيناتور واکسين کوونکي دسيمې اوسېدونکي وګڼل چې په هيڅ سازمان يادولت پورې تړلي نه دي. هغه هيله څرګنده کړه، چې خلک ورسره دکار پرمهال مرسته وکړي، څو ماشومان يې د کوچنيتوب ددورې له وژونکوناورغيو په امن کې وي. |