 | | | دسون نور مواد په داسې ځای کې زېرمه شي، چې داورلګېدلوله خطرونوخوندي وي. |
د افغانستان ډېری سيمې په ژمې کې سړې او په واورو پوښلې وي، چې خلک دژمي تر راسېدا مخکې دسون مواد زېرمه اوپه ژمي کې ترې ګټه اخلي. کله ناکله دا مواد دلږې بې پروايۍ له کبله دډېرزيان لامل کيدای شي. پدې اړه محمد فقير دخپلوسترګو ليدلی حال ووايه. هغه کيسه وکړه، چې ګاونډي يې دسون مواد دپخلي په خونه کې زېرمه کړي وو، چې کوچني ماشوم يې ځانته څه پخول. دهغه دبې پروايۍ له امله لرګيو اور واخيست، چې په خونې سربېره خپله ماشوم هم پکې وسوځېد. دې ورته پېښې نورې هم ډېرې ترسترګوشويدي. دژمي لپاره دې لرګي اودسون نور مواد په داسې ځای کې زېرمه شي، چې داورلګېدلوله خطرونوخوندي وي.  | | | نغري دې په داسې ځای کې جوړشي، چې داوربڅري دسون مواد داورلګېدنې لامل نه شي. |
دکور مېرمنوته هم ښايي، چې په داسې ځايونوکې دې دنغري له جوړولو او اورلګولوپه کلکه ډډه وکړي. همدا راز داور ترلګولو وروسته دې سکاره او تازه اېرې په داسې ځای کې نه اچول کيږي، چې بڅري يې دسون د موادو د سوځېدنې لامل شي. |