ليدا ساپۍ د بي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | يوشمېرمالدران واښه، دونوپاڼې ، او بوس ذخيره او په ژمي کې يې څارويوته ورکوي. |
د افغانستان دکليوالوسيموډېری اوسېدونکي دڅارويوله ساتنې څخه خپلې ورځنۍ اړتياوې پوره کوي، چې ځينې يې په ژمې کې دهغوی دساتنې له پلوه له يولړستونزې سره مخ کيږي. دا شمېرمالداران دڅارويو له پاره دژمنيو خوړودنشتوالي له امله دڅاريوپلورنې ياهم تودو سيموته کډې کولوته ته اړ کيږي. چې يو له دې رازمالدارانو نه جنت ګل ، دکابل دقره باغ اوسېدونکی دی،چې په ژمي کې ځيني څاروي پلوري، څو پاتې څاريوته خوراکه پرې واخلي. يوشمېرنور بيا دژمي تر رارسېدو وړاندې واښه، دونوپاڼې ، او بوس ذخيره او په ژمي کې يې څارويوته ورکوي، څويې دهغوی دمړينې مخنيوی کړی وي.  |  څارويوته دې په ژمي کې دغنمو، جوارو او وربشودانه ورکړل شي.  |
غلام دستګير، دافغانستان دکرنې وزارت يوتن کارپوه بيا دڅارويو لپاره د وربشو، جوارو او غنموڅخه جوړه شوې دانه ګټوره اوترڅنګ يې دهغوی تاوده ساتل هم اړين وګڼل. |