BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:44 گرينويچ 2011 ,08 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادۍ غږ: د لوبو اسانتياوې

 د لوبو اسانتياوې
لوبې هغه جسمي او ذهني فعاليتونه دي، چې ماشومان يې دساعت تيرۍ لپاره تر سره کوي
هرانسان د ورځني کار ترڅنګ تفريح ته هم اړتيا لري، چې دا اړتيا تر نورو په ماشومانو کې ډېره ترسترګو کيږي.

د افغانستان په دېری سيموکې خلک ماشومان دلوبوپرځای کار ياهم درس ويلوته هڅوي، چې پدې توګه ماشومان جسمي او ذهني کمزورتيا پيدا کوي.

ارواپوهان لوبې هغه جسمي او ذهني فعاليتونه بولي، چې ماشومان يې دساعت تيرۍ لپاره تر سره کوي ،خو د ګټې او زيان په اړه يې نه پوهيږي.

داچې خلک دماشومانو دلوبوپه اړه څه وايي، دکابل دشکردرې اوسېدونکي ميرزمان لوبې دماشوم دخوښۍ لامل وګاڼه.

دکابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې دپوهنځي يو تن استاد شرف الدين عظيمي بيا دماشوم دلوبوپه اړه داسې وويل:

"ماشومان په لوبو کې هر هغه څه زده کوي چې په کور،وړکتون او ان تر دې چې په ښوونځي کې يې هم نشي زده کولی.

هر ه هغه لوبه چې ماشومان يي په وړکتوب کې تر سره کوې په راتلونکي کې يي په هماغه برخه کې استعداد هم وده کوي.

دلوبو آسانتياوې
ماشومان دلويانوپه پرتله لوبوته ډېره اړتيا لري.

خو څه وکړو، چې ماشومان مو سالمولوبو ته وهڅول شي؟ کارپوهان دکورنۍ دمشرانو دنده ګڼي، چې دنورو کارونوترڅنګ ماشوم ته دلوبو وخت او وسايل برابر کړي.

پدې کار سره به يې له يوې خوا دماشوم دذهني ستړيا دليرې کولو له پاره کار کړی وي او له بله پلوه به يې خپله وجداني دنده ترسره کړې وي.

دسون د موادو زېرمهد آبادۍ غږ
دسون د موادو زېرمه
ژمی او دڅارويوخواړهد ابادۍ غږ
ژمی او دڅارويوخواړه
دپيازو ساتلد ابادۍ غږ
د پيازوساتل
لاندید آبادۍ غږ
لاندی
په اخترکې پخلاينهد آبادۍ غږ
په اخترکې پخلاينه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>