ليدا ساپۍ د بي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | د اولادونو تر مينځ توپير اولادونه په خپلو مينځونو کې په تاوتريخوالي اخته کوي. |
داسلام د سپيڅلي دين له ظهور نه مخکې به عربو خپلې لورګانې ژوندې ښخولې، چې دا په هغه زمانه کې د اولادونو تر مينځ د توپيرستره نښه وه. د اسلام ددين له راتلوسره سم دا توپيرله منځه ولاړ او داسلام ستر پيغمبر حضرت محمدمصطفی(ص) فرمايلي، چې:" د خپلواولادونو تر مينځ عدالت وکړئ." په افغانستان کې يوشمېرکورنۍ داسلامي لارښوونو خلاف د اولادونو ترمنځ توپير کوي،چې داکار يولړ ناوړه پايلې هم لري. ددې پايلوپه اړه ارواه پوهې کريمي دريځ وويل، چې داشان اولادونه دخپل مور، پلار اوخويندو وروڼوسره کينه پيدا کوي. په پای کې ليدل شوي، چې دا اولادونه په يولړ ناروا کړنوهم لاس پورې کوي، چې دکورنۍ دبربادۍ اوپه ټولنه کې دشرم لامل هم کيدای شي. که چېرې ميندې او پلرونه د لور او زوي تر مينځ توپير وکړي، خور او ورورپه خپلو مينځونوکې له تاوتريخوالي نه کار اخلې.  | | | د اولادونو ترمنځ توپير په پايله کې دکورنۍد بربادۍ اوپه ټولنه کې دشرم لامل کيږي. |
مور، پلار او دکورنۍ نورو مشرانوته ښايي، چې دخپلو اولادونو خوراک، څښاک، نازولو او نورو حقونوته يوشان پاملرنه وکړي،څو په راتلونکې کې سالم اولاد ټولنې ته وړاندې کړي. |