 | | | په افغانستان کې د هرډول الوتکواو ژويوښکار منع دی. |
د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس دفرمان له مخې په دې هېواد دهر راز الوتونکواو ژويوښکارمنع دی، خوبياهم يوشمېرخلک په ناقونونه توګه ښکار کوي. ژوي او الوتونکي په چاپېريال ساتنه کې هم ګټورتماميږي. کمال، د وردګويو تن اوسېدونکي پدې اړه داسې وويل: "يوکال مو په سيمه کې مږې دومره زياتې شوې وې، چې کروندې او ان بڼونه به يې تباه کول." نوموړي ددې کار لامل دصحرايي پيشوګانواو نورو هغو الوتونکو له منځه تلل وګڼل، چې مږې اونور مضره حشرات به يې خوړل. ددې ترڅنګ دښکار په وسيله ديوشمېرمرغانو له منځه تلل دمضره حشراتودډېروالي لامل هم شوی دی.  | | | ژوي او الوتونکي په چاپېريال ساتنه کې ډېرګټورتماميږي، دهغوی له ښکار دې ډډه وشي. |
داچې څرنګه کيدای شي د ژويو، کبانو او مرغانو دله منځه تللو مخنيوی وکړو، محمد فقير دبدخشان اوسېدونکي يې پرښکاربنديزلګول اړين وباله. ددې ترڅنګ دځنګلونوپه له منځه وړلوبنديزاو سيندونودپاملرنې په صورت او د ښکاربندېدوپه اړه دقانون نافذېدل هم دژويواوکم پيدا مرغانودنسل دډېرېدو لامل کيدای شي. |