احمدضياء الهام
|  |
 | | | د کوکنارو د کر په پايله کې يو زيات شمېرځوانان په نشه يي توکو روږدي شوي دي. |
افغان دولت او نړيواله ټولنه په دې هېواد کې دکوکناردکردمخنيوي په موخه هرکال يوه زياته اندازه پيسې ددې بوټي دکردزيانونوپه اړه دبزګرانودپوهاوي لپاره لګوي. يو شمېربزګرانو ددولت پرله پسې خبرداريو ته پام نه دی کړي او دکوکنارته يې دوام ورکړي، چې په پايله کې له يولړزيانونوسره مخ شوي دي. د ارزګان اوسيدونکي محمدخان په څوجريبه ځمکه کې کوکنارکرلي وو، چې په تخم، کيمياوې سرې اوکاريګرو يې ډېرې پيسې لګولې وې. کله چې دکوکنارو بوټي لږ غټ شول، دولت هغه ټول له مينځه يوړل، چې پدې توګه دنوموړي ټوله خواري په اوبو لاهو شوه. پوښتنه داده، هغه کروندګرو ، چې د کوکنارو له کرکيلې يې لاس اخيستی ،څه ګټه يې کړې ده؟ دې شمېرخلکوله يوې خوايې حلاله روزي ترلاسه کړې او له بلې پلوه يې په نشه يي توکو دروږدو کېدونکوکسانوپه شمېرکې کمښت راوستی دی.  | | | که چېرې بزګران دکوکنارو پرځای بل تخم وکري، خپل ځان اوټولنه به يې د نشې له شرژغورلې وي. |
حضرت ولي دکندهار ولايت اوسېدونکي پخوا کوکنار کرل، خو غنم او زيره کري، چې يو من زيره تر (۲۰۰۰) افغانيو پورې پلوري. که چېرې هغه کسان چې دنشه يي توکوکرکيله کوي، ددې توکوپرځای نور داړتيا وړ کرنيزتوکي لکه: پنبه، زيره،سويابين او نور وکري، خپل ځان او ټولنه به يې دنشې له شر نه ژغورلې وي. |