BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:16 گرينويچ 2012 ,04 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د آبادۍ غږ: دکوکناروبديل

دکوکنارو بديل
سيدولي دکوکنارو پرځای زيره کرلې، چې يومن يې په بازار کې په(۱۸) افغانيو پلورل کيږي.
افغان دولت د نړيوالې ټولنې په ګډه مرسته پدې هڅه کې دی، چې د کوکنارو کښت له مينځه يوسي او پرځای يې کروندګر له نورو تخمونو سره آشناکړي.

ددې هڅو سره سره يو شمېرکروندګرو دکوکنار کښت ته دوام ورکړی، چې لامل يې ددې کښت ډېره ګټه اودهغې دبديل تخمونوله کر سره نابلدي بولي.

هغو کروندګرو، چې په خپلو کروندو کې يې د کوکنارو پر ځای نور کرنيز تخمونه کرلي څه ګټه يې کړې ده؟

سيدولي د ارزګان ولايت اوسېدونکي وويل، چې کوکناربه يې هرکال دولت اړول، چې له دې کبله له ډېر زيان سره مخ کېده.

له کله نه چې يې دکوکنارو پرځای دزيرې کښت ته ملاتړلې، او س يې ګټه ډېره او هرمن زيره په ازاد بازار کې په (۱۸) سوه افغانيو پلورل کيږي.

پدې کار سره يې له يوې خوا ددولت په وړاندې خپل مسووليت ترسره کړی او له بله پلوه يې يوه مړۍ حلاله روزي ګټلې ده.

دکوکناردکښت بديل
دبنبې کرل او روزل کيدای شي دکوکناردکښت غوره بديل وګرځي.

بزګران او دکرنې پوهان هم پدې نظردي، چې دولت، په ځانګړې توګه دکرنې وزارت ته ښايي چې بزګرانوته دکوکنار پرځای دسويابينو، زيرې، رعفرانواو غنمو اصلاح شوي تخمونه ورکړي.

ددې ترڅنګ يو شمېر بزګران ديو لړ ګټورو بوټودروزنې په لارو چارو هم نه پوهيږي. اړوندې څانګې کولای شي هغوی پدې برخه کې وروزي، څو پدې ډول دکوکنار کرکيله بيخي ودريږي.

 کوچني پورونهد ابادۍ غږ
کوچني پورونه
دکوکنارو کر د آبادۍ غږ
دکوکنارو کر
په نشه روږدي ځواناند ابادۍ غږ
په نشه روږدي ځوانان
داولادونو تر مينځ توپيردابادۍ غږ
داولادونو تر مينځ توپير
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>