BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:41 گرينويچ 2012 ,25 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د آبادۍ غږ: د کوکنارو د کښت له منځه تلل

دکوکنارو دکښت له منځه تلل
قومي مشران او ملاامامان کولای شي خلک دکوکناردکرپه زيانونووپوهوي.
د افغان دولت او نړيوالې ټولنې په مرسته دافغانستان په يوشمېرسيموکې دکوکنار کښت لمنه ټوله او پرځای يې کروندګرو نورو کښتونوته مخه کړې ده.

هغه سيمې، پخوا دکوکنارو کرکيله پکې کېدله، خلک يې له درس او تعليم نه ليرې او ډېری ځوانان يې په نشو اخته کېدل.

ددې ترڅنګ دولت يې وخت ناوخته دکوکنارو کروندې اړولې ، چې له دې پلوه هم له اقتصادي ستونزو سره مخ کېدل.

د هرات په ولايت کې د(۴۳) زرو په نشه روږدوکسانو شتون هم دکوکنار دکښت دپايلو زېږنده دی.

داچې خلک ولې دکوکنارله کر کيلې مخ اړولی، په اړه يې دهرات ولايت دنشه يي توکوپر وړاندې دمبارزې رييس، غلام جيلاني دقيق داسې وويل:

"دهرات ولايت بزګرانوته دعامه پوهاوي له لارې زده کړې ورکړل شوې، چې دکوکنار پرځای زعفران، ساييبين او نور ګټور تخمونه وکري."

دکوکنارودکښت له منځه تلل
دکوکنارو دکښت پرځای دبل تخم کرل دحلالې روزي دپيداکولو غوره لارده.

پدې کار سره له يوې خوا هغوی ديوې مړۍ حلالۍ ډوډۍ دترلاسه کولو توان پيدا کړ او له بلې خوايې دنشه دمخنيوي په چاره کې ونډه واخيستله.

دکوکنارو دکښت په صفر کېدو سره هغه ستونزې چې ددې بوټي له کرڅخه رازېږېدلې وې، ترډېره بريده له منځه ځي.

د کوکنارو نېشتر وهل د آبادۍ غږ
د کوکنارو نېشتر وهل
د معتادينو درملنهد ابادۍ غږ
د معتادينو درملنه
دکوکنارو بديل د آبادۍ غږ
دکوکنارو بديل
د نېشه يي توکو قاچاقد آبادۍ غږ
د نېشه يي توکو قاچاق
 کوچني پورونهد ابادۍ غږ
کوچني پورونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>