BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:57 گرينويچ 2012 ,18 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د آبادۍ غږ: د کوکنارو نېشتر وهل

د کوکنارو نېشتر وهل
له درس او تعليم نه ليرې والی ځوانان دکوکنارو نشتروهلوته اړباسي.
د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو څخه هر کال په سلګونو ځوانان دکوکنارو دنشتر وهلولپاره هغو ولايتونو ته ځـي، چې کوکنار پکې کرل کېږي.

بې کاري، غريبي او د کنارو د نېشتر وهلو په زيانونو نه پوهېدل يوشمېرځوانان دکوکنارو نشتر وهلو ته اړباسي.

د ننګرهار ولايت د نېشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس ډاکټرعبيدالله دينارخېل له درس او تعليم نه دخلکو واټن هم ددې کار لامل وګاڼه.

دکوکناردغوځونيشتر وهل يولړ ستونزې هم پيدا کوي، چې مخنيوی يې ستونزمن تماميږی.

دا ستونزې هغه مهال رامنځته کيږي، چې ځوانان له غوځې څخه دځانګړې کاچوغې او ګوتوپه وسيله شېره راټولوي.

دکوکنارو نشتروهل
زيات شمېرځوانان دکار لپاره هغو سيموته ځي، چې کوکنارپکې کرل کيږي..

ددې کار په پايله کې دهغوی يوشمېر يې د وخت په تېرېدو په ناخبرۍ کې په نشه روږدي کيږي.

ددې ناعلاجه ناروغۍ څخه دژغورنې اسانه لار ځوانانوته ددرس او تعليم دزمينې برابرولو ترڅنګ هغوی ته سالمې بوختياوې اوکارونه پيدا کول دي.

د معتادينو درملنهد ابادۍ غږ
د معتادينو درملنه
دکوکنارو بديل د آبادۍ غږ
دکوکنارو بديل
د نېشه يي توکو قاچاقد آبادۍ غږ
د نېشه يي توکو قاچاق
 کوچني پورونهد ابادۍ غږ
کوچني پورونه
دکوکنارو کر د آبادۍ غږ
دکوکنارو کر
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>