BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:18 گرينويچ 2012 ,10 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د آبادۍ غږ: کوچني پورونه

کوچني پورونه
هغه خلک، چې په يوه کارکې پوره تجربه ولري، ښه ګټه ترې ترلاسه کولای شي.
کوچني پورونه هغه چاته ورکول ، چې يو کار اوکسب يې زده وي، خودکار د پيل له پاره پانګه و نلري، چې دا شمېرکسان په خپل کاروبار کې بريالي کيږي.

لقمان ايوبي دجلال آباد دښاريو حلبي جووړنکی دی، چې دپور په پيسو يې خپل کارو بار پيل او اوس يې ژوند تر پخوا ډېرښه شوی دی.

ددې ترڅنګ يوشمېر نورکسان بيا له دې راز پورونونه سرټکوي، چې دکابل دقره باغ اوسېدونکی دلبر شاه يو دله همدې راز کسانو نه دی.

نوموړي له يوه بانک نه (۴۰) زره افغانۍ پوراو درخت پلورلو دکان يې جوړکړ، خو اوس له زيان سره مخ شوی دی.

ولې ځينې وختونه دا راز ستونزې رامنځته کيږي، د يوه شخصي بانک مسوول حشمت الله سهاک داسې وويل:

"تر پور اخيستلو مخکې لازمه ده، چې پوراخيستونکی دکار د پيل لپاره په يوه کار کې پوره مهارت ترلاسه اوپه اړه يې سنجش وکړي.

دلبرشاه
دلبرشاه له بانک نه (۴۰) زره افغانۍ پورکړې وې،خو له زيان سره مخ شو.

له دې پرته يې پيسې بې ځايه لګيږي اودبانک پورهم په اسانه توګه نه شي ادا کولای."

که چېرې دکوچنيوپورونو ترلاسه کوونکي دې ټکوته پام وکړي، له يوې خوا به يې خپل کورني اقتصاد پياوړی او له بله پلوه به يې خپل پورهم په خپل وخت ادا کړی وي.

د ښځو نړيواله ورځد ابادۍ غږ
د ښځو نړيواله ورځ
د کوکنارو د کښت له منځه تللد آبادۍ غږ
د کوکنارو د کښت له منځه تلل
د کوکنارو نېشتر وهل د آبادۍ غږ
د کوکنارو نېشتر وهل
د معتادينو درملنهد ابادۍ غږ
د معتادينو درملنه
دکوکنارو بديل د آبادۍ غږ
دکوکنارو بديل
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>