ليدا ساپۍ د افغانستان دتعليمي موسسې دخپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | دامنيت نشتوالی خلکوته دروغتيايي خدمتونوپه رسولوکې ستر خنډګڼل کيږي. |
که څه هم په وروستيو کلونو کې په افغانستان کې ځيني روغتونونه په عصري طبي وسايلو سمبال شوي، خو په ځينوليرې پرتوسيموکې روغتونونه عادي وسايل او داروهم نلري. له دې ځايه واورئ! که چېرې ناروغ ته دارو درمل په خپل وخت ونه رسيږي ، کيدای شي چې ناروغ د مړينې يا معيوبيت له ګواښ سره مخ شي. د روغتيا وزرات چارواکي د هېواد هرګوټ ته دروغتيايي خدمتونورسول خپله دنده ګڼي خوپه دسې برخه کې ديوشمېرخنډونويادونه هم کوي. داخنډونه عبارت دي له پرله پسې جنګ جګړو او په ځينوسيمواو دلارې په اوږدوکې دامنيت له نه شتون څخه. د سره صليب يوکارکوونکی ډاکتر پروېز حبيبزي هم دلويو لاروپه اوږدوکې دغير مسوولووسله والوډلوشتون دروغتيايي خدمتونودخڼدلامل وګاڼه.  | | | که دارو درمل په خپل وخت کلينکونوته ونه رسول شي، خلک دمرګ له ګواښ سره مخ کيږي. |
که چېرې مخالفين دروغتيايي وسايلو په ګټو وپوهول شي،پدې ډول به دارو درمل او نور روغتيايي وسايل په اسانۍ دهېواد ليرې پرتوسيموته ولېږدول شي. پدې ډول به موله له يوې خوا روغتونه په عصري وسايلواو داروو سمبال کړی وي اوله بله پلوه به موله خلکو سره دهغوی دروغتياپه برخه کې لازمه مرسته کړې وي. |