ليدا ساپۍ د بي بي سي دتعليمي خپرونو له لړۍ څخه |  |
 | | | "د لايسنس اخيستلو اوږدپړاو خلک دلايسنس غيرقانوني اخيستلو ته اړباسي". |
لاېسنس د موټر چلولو هغه قانوني سند دی، چې ترافيکو رياست دلايسنس داړوندې ادارې له خوا دځانګړو شرايطوبربنسټ اجرا کيږي. يوشمېرکسان دا سند په غيرقانوي ډول دلايسنس ورکوونکې ادارې له خوا د وړتيا له ارزونې پرته تر لاسه کوي، چې له امله يې په ترافيکي پېښوکې ډېروالی راځي. داچې ددې کار لامل څه دی، په اړه يې محمد رفيع اميني د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په رياست کي د سترا تيژۍ او پلان رييس داسې وويل: "يوشمېر ادارې د اوږدو کاري پړاوونو ددرلودلو له امله په فساد ککړې وي، چې يوه له دې ادارو نه دلايسنس ورکولو اداره ده."  | | | په غيرقانوني توګه دلايسنس ترلاسه کول دناوړه ترافيکي پېښودرامنځته کېدو لامل کيږي. |
اميني وويل، چې پدې اداره کې خلک نشي کولای په اونيو اونيو لايسنس ترلاسه کړي، چې په پاېله کې يې خلک دبډو ورکولو په بدل کې پرته له آزموينې، لايسنس تر لاسه کوي. داکار که له يوې خوا موټرچلوونکو ته آسانتياوې رامنځته کوي، ترڅنګ يې عامه وګړي له زياتوستونزو اوګواښونوسره مخ کيږي. |