BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:47 گرينويچ 2012 ,07 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د آبادۍ غږ: روغتيايي مزکزونه

روغتيايي مزکزونه
ملا امامان او دکلي مخور کولای شي خلک دروغتيايي مرکزونوپه ارزښت وپوهوي.
د نړۍ دډېری هېوادونو روغتيايي مرکزونه په پرمخ تللو روغتيايي وسايلو سمبال وي، خو د افغانستان په ځينو سيموکې دا آسانتياوې نه ترسترګو کيږي.

ددې هېواد په لويوښارونوکې روغتيايي مرکزونه ښه فعاليت کوي، خوپه يوشمېرليرې پرتوسيموکې ددې مرکزونه وسايل لوټل کيږي.

د وردک ولايت اوسېدونکي، صفت الله وويل، چې دهغوی دسيمې دروغتيايي کلينيک امبولانس وسله والووتښتاوه او وروسته يې په ډېره ټيټه بيه وپلوره.

ددې سربېره دارزګان ولايت هم له همدې راز ستونزوسره مخ دی، چې اوسېدونکي يې خپل ناروغان ددرملنې لپاره دکندهار ولايت ته لېږدوي.

ددې ناروغانوڅخه يوشمېريې دلارې په اوږدوکې خپل ژوند هم له لاسه ورکوي، خو ددې ستونزو څخه دژغورنې لارې چارې څه دي؟

روغتيايي مزکزونه
د افغانستان په يوشمېرسيموکې دروغتيايي مرکزونو وسايل لوټل کيږي.

ډاکترپروېز حبيبزي دسره صليب يوه تن کارکوونکي دقومي مشرانو او ملاامانوله خوا خلکو ته دروغتيايي مرکزودارزښت په اړه تبليغ ګټور وباله.

که چېرې خلکو ته پدې هکله پوهاوی ورکړل شي، له يوې خوا به دروغتيايي مرکزونو وسايل خوندي او له بله پلوه به دخلکوګڼې ستونزې هم حل شوې وي.

د وسايطو تلاشيد ابادۍ غږ
د موټرونوپلټل
لايسنسد ابادۍ غږ
لايسنس
 د ځمکې غصبد آبادۍ غږ
د ځمکې غصب
کوچني پورونهد آبادۍ غږ
کوچني پورونه
د ښځو نړيواله ورځد ابادۍ غږ
د ښځو نړيواله ورځ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>