 | | | دکورونودپلټل دنشه يي توکودقاچاق او سړي تښتوونکوپه نيولو کې هم ډېره مرسته کوي. |
د نړۍ په هر هېواد کې د اړتيا پر مهال کورونه پلټل کيږي، خو د پلټنې لپاره بيا هر هېواد ځانګړي اصول او قوانين لري. د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند، حشمت الله ستانکزي بيا دکورونوپلټل دهېواد او سيمې دامنيت دټينګښت لپاره اړين وبلل. خلک وايي، چې دکورونو دپلټنې پر مهال امنيتي ځواکونو ته ښايي، چې له قانون سم چلند وکړي، مذهبي ارزښتونه او سيمه ييز دودونه تر پښو لاندې نکړي.  | | | دکورونو دپلټلو لپاره هرهېواد ځانګړي اصول او قوانين لري،چې بايد مراعات شي. |
دکورونوترپلټنې مخکې امنيه قومانداني رسمي مکتوب صادر، محکمه، څارنوالي او اړوندې حوزې خبروي اودکلي دمشرانوپه مرسته ترشک لاندې کورونه پلټل کيږي. دکورونو پلټل دنشه يي توکو، ناقانونه وسلو، قاچاق، سړي تښتونې او دې ته ورته نورو جرمونو دمخنيوي لپاره ډېر اړين اوګټورګڼل کيږي. |