 | | | دځمکنيو توتاتو هر بوټی هرځل له يوه تر يونيم کيلو ګراموپورې حاصل ورکوي. |
په افغانستان کې د ځمکنيو توتانو کر تر ډېره بريده نوی دی، چې ډېری بزګران ورسره پوره بلدتيا نلري. کاکاجان د پروان ولايت يوه اوسېدونکي وويل، چې په خپله ځمکه کې هر راز توکي کرلي، دځمکنيو توتانو يې تازه اورېدلي خو لايې کرلي نه دي. ددې ترڅنګ يوشمېر خلکو دځمکنيو توتاتو کر ته پراختيا ورکړېده. داچې څرنګه کولای شو له دې توکي ښه حاصل واخلو، په اړه داسې وويل: ځمکنيو توتانو ته په ځمکه کې جويچې جوړې او دهر بوټي ترمنځ بايد کم له کمه له (۶۰-۷۰) سانتي مترو پورې واټن موجود وي. دځمکنيو توتانو بوټوته په لومړی سر کې توره سره اوترغټېدو وروسته سپينه سره ورکول او په اوونۍ کې دوه ځلې اوبه کيږي.  | | | ځمکنيو توتانو ته دې جويچې جوړې او دهر بوټي ترمنځ دې له (۶۰-۷۰) سانتي مترو واټن وي. |
دځمکنيو توتاتو هر بوټی هرځل له يوه تر يونيم کيلو ګراموپورې په پرله پسې ډول ترڅلورو کالونوپورې حاصل ورکوي. د ژمي په موسم کې دې دځمکنيو توتانوبوټي دې په بوسو ، واښو ياهم په پلاستيک وپوښل شي، څوله سړو نه په امن کې وي. |