 | | | کوچني پورونه هغه چاته ورکول کيږي، چې يوکاراو کسب يې زده وي خو پانګه ونلري. |
د افغانستان په کليو او بانډوکې له پخوا وختونوراپدېخوا يوشمېربې سرپرسته مېرمنې دلاسي ګنډنو او خياطۍ له لارې دخپل ورځني ژوندلګښت پوره کوي. يوشمېرداسې مېرمنې هم شته ، چې کاراو کسب يې زده دی خو دکاردپيل لپاره پيسې نلري، چې دکابل اوسېدونکې، مرسل يوه له همدې رازمېرمنونه ده. دنوموړې خياطي زده وه چې وروسته يې له يوه بانک نه پيسې پور او خپل کارته يې پراختيا ورکړه او اوس يې ژوندپرمختګ کړی دی. ځينې نورو مېرمنوبيا دپور په پيسو کې زيان کړی دی . فريده دکابل بله اوسېدونکې دکور دجوړولو لپاره پيسې پور خو پوريې نه دی ادا کړی. ددې راز ستونزو دلامل په هکله دکوچنيو پورونو دورکوونکي بانک يوې کارکوونکې کريمې ضيا داسې وښود:  | | | په افغانستان کې لاسي ګنډنې له ډېروپخوا وختونودود دی، چې اوس هم رواج لري. |
"ځينې مېرمنې له بانکونونه دکارلپاره پيسې په پور اخلي خو پداسې يوه کارخپله پانګه لګوي، چې عايد نلري، چې په دې توګه دبانک پورهم نه شي اداکولای." که چېرې مېرمنې دپور له اخيستلو مخکې خپل کاراوکسب او ورځنی عايد وسنجوي، خپله پانګه بې ځايه ونه لګوي، په لنډ وخت کې به يې په ژوندکې مثبت بدلون رامنځته شي. |