BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:02 گرينويچ 2012 ,27 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا اوژوند: دوينې کمښت

دوينې کمښت
درنګ الوتل، دبدن کمزوري اودلاسونودورغويو اودپښو دتلو سپينېدل هم د کمخونۍ نښې دي.
انسان دعمر په بېلابېلوپړاوونوکې ديوشمېر لاملونو له کبله دوينې دکمښت (کمخونۍ ) له ستونزې سره مخ کيږي، چې يولامل يې په وجود کې دوسپنې کموالی دی.

د وينې دکمښت په حالت کې يوشمېرځوانان له سرګرځېدنې، دزړه له ټکان او ګنګسيت نه سر ټکوي.

دکابل په علي آبادروغتون کې دداخله ناروغيوموظف، ډاکتررحيم فخري په يادو نښو سربېره درنګ الوتل، دبدن عمومي کمزورتيا اودلاسونودورغويو اودپښو دتلو سپينېدل هم ياد کړل.

دپورته نښوله پيدا کېدو سره سم ناروغ ته ښايي، چې روغتون ياډاکترته مراجعه وکړي، څوپدې توګه يې دناورغۍ له ډېرېدو مخنيوی وشي.

 ترکاري، تازه سابه، لوبيا، ځيګر اوتازه مېوه دوينې دډېرېدولامل کيږي.

دوينې دکمښت دمخنيوي لپاره لازمه ده، چې وسپنه لرونکي خواړه لکه: ترکاري، تازه سابه، لوبيا ، ځيګر او تازه ميوې ډېرې وخوړل شي.

ددې ترڅنګ د سي ويټامين لرونکې مېوې خوړل په بدن کې دوسپنې لرونکوخوړو په جذبولو کې مهمه ونډه لري.

دستوني دردروغتيا اوژوند
دستوني درد
مياشتنی عادت او نظافتروغتيا او ژوند
مياشتنی عادت او نظافت
جاغورروغتيا او ژوند
جاغور
 له ناروغ سره چلند روغتيا او ژوند
له ناروغ سره چلند
اميدواري او خپګانروغتيا او ژوند
اميدواري او خپګان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>