ژباړنه : اسما کاکړ |  |
 | | | د جاغور ناروغ له تودوخې او يخنۍ سره حساسيت پيدا او اشتها يې هم ډېريږي. |
د انسان په بدن کې يو لړ غُدې شته، چې هره يوه يې ځانګړې دندې لری. له دې جملې نه يوه هم د تايرايد غده ده، چې د ستونې په لاندينۍ برخه،د حنجرې لاندې موقعيت لری. ددې غُدې د هورمون دنده د وجود د ميتابوليزم کنترول دي ، چې که چيرې دا هورمون لږ يا ډېر شي، يو لړ ستونزې رامنځته کوي. په دې ستونزوکې يوه يې دجاغور پيدا کېدل دي، چې يوشمېرکسانوته ساه لنډي اودزړه ټکان پيدا کوي. ددې ناروغۍ دنښو نښانوپه اړه دکابل په وزيراکبر خان روغتون کې دجراحۍ دڅانګې مسوول، ډاکتر آرش مهري داسې وويل: "په پيل کې په ستونې کې پړسوب پيدا او وروسته غټيږي، چې دساه لنډۍ، بې حوصله ګۍ، قبضيت او په مېرمنوکې دمياشتني عادت دبې نظمۍ لامل کيږي. ددې ترڅنګ د جاغور ناروغ له تودوخې او يخنۍ سره حساسيت پيدا او اشتها يې هم ډېريږي.  | | | ساه لنډۍ، بې حوصله ګۍاوپه مېرمنوکې دمياشتني عادت بې نظمي دجاغور نښې دي. |
په افغانستان کې د جاغور دپيدا کېدو ستر لامل په اوبواو مالګه کې دآيودين دمادې نشتوالی ياهم کموالی ښودل شوی دی. دا ناورغي ددې هېواد په غرنيوسيموکې ډېره تر سترګو کيږي، چې که چېرې يې درملنه ونشي، په نور بدن هم فشار وارد او دزړه دناروغۍ دپيدا لامل هم کيدای شي. په دې ناروغۍ اخته کسان او هغه کسان، چې غواړي له دې ناروغۍ په امن کې وي، بايد آيودين لرونکې مالګې نه په خوړو کې ګټه واخلي. |