 | | | دهډوکي کسر په درې ډوله دی: تړلی کسر ، پرانيستی او پېچلی کسر. |
د هډوکو ماتېدل يوه جدي ستونزه ده، چې ډېری کسان د بېلا بېلو لاملونو له امه ورسره مخ کيږي. کله چې پر يوه هډوکي له حده زيات زور راشي، دهډوکي بڼې ته بدلون ورکوي، چې دې حالت ته دهډوکي کسر ويل کيږي. د هډوکي دماتېدو دنښونښانو په اړه ډاکتر نجيب الله وزيري دکابل په وزيراکبرخان روغتون کې د اورتوپيدي متخصص داسې وويل: "درد ، د مات شوي برخي د عادي جوړښت له مينځه تلل ،د هغه غړی سم کار او حرکت نه کول دهډوکي د ماتيدو نښې نښانی دي." دهډوکي کسر په درې ډوله دی: تړلی کسر، پرانيستی او درېيم ډول يې پېچلی کسر دی. په تړلي کسرکې دننه هډوکی مات او پوستکی جوړ وي.  | | | کله چې په هډوکي له حده زيات زور راشي،ياد هډوکی کسر پيداکوي. |
په پرانيستي کسر کې پوستکی څېرې او هډوکی له ټپ سره ارتباط لري، خو په پېچلي کسر کې دوينې رګونه اوداعصابو رشتې هم له مينځه ځي. که چېرې د مات هډوکي په خپل وخت درملنه ونشي، هماغه هډوکی ياغړی به دتل لپاره معيوب او سمه ګټه ترې نه شي اخيستل کېدای. |