ژباړونکې: ليدا ساپۍ |  |
 | | | له روغتيايي مرکزونو دپوڅي پوستوپه توګه کار اخيستل خلک له زياتوستونزو سره مخ کوي. |
په افغا نستان کې اوږدې جګړې د نورو نا خوالو ترڅنګ خلک په يو شمېرسيموکې له روغتيايي آسانتياوو نه هم بې برخې کړي دي. ددې سربېره، چې دافغانستان په ګوټ، ګوټ کې روغتيايي کلينيکونه شته، خو يوشمېروسله والوترې دپوځي پوستوپه توګه کار اخيستی دی. په داسې حالاتو کې ناروغان ، په ځانګړې توګه ښځينه ناروغانې نشي کولای روغتون ته مراجعه وکړي. ماوره دکابل دابن سينا روغتون يوې کارکوونکې وويل، چې يو وخت په روغتون د وسله والو ترمنځ نښته پيل شوه. دهمدې نښتو په پاېله کې يو ناروغ د عملياتو پر مهال په چره ولګېد. سره له دې چې په مرکزکې داستونزې حل شوي، خو په ليرې پرتوسيمو لاهم شته دي. يوه له دې راز سيمو نه دکابل سروبي ولسوالۍ دجګدلک روغتون دی، چې وسله وال پکې ځای پر ځای شوی و.  | | | له روغتيايي مرکزونونه دپوځي پوستې لپاره کاراخيستل ښځې ډېری له ستو نزو سره مخ کوي. |
داچې دې ستونزې ته څرنګه دحل لار پيدا کړه، ډاکترسيد جان د سروبي د عامې روغتيا آمر داسې وويل: کله موچې وليدل، خلک دروغتون په برخه کې له زياتوخنډونوسره مخ دي، دملاامامانو نه مو مرسته وغوښتله، چې هغوی دې ستونزې د پای ټکی کېښود. |