 | | | هغه ماشوم چې په نشه روږدې کورنۍ کې زېږي، دنشه يي توکو له لوګي نه په نشه اخته کيږي. |
د عامې روغتيا وزارت ديوې شمېرنې له مخې، چې په ۲۰۰۹ کال ترسره شوې وه، په افغانستان کې په نشه يي توکو دروږدو کسانوپه جمله کې (۶۰) زره ماشومان هم شامل دي. داچې په نشه يي توکودماشومانو د روږدي کېدلو لاملونه څه دي، دهرات ولايت يو ماشوم پدې اړه داسې وويل: "مور او پلار مې په پوډرو روږدي وو، ورو، ورو زه هم په دې ناروغۍ اخته شوم، چې اوس ددرملنې لاندې يم." يوبل ماشوم، چې فهم نوميږي، د خپلې نشې لامل خپل بد انډيوالان وګڼل. په نشه يي توکو دماشوم د روږدېدو نور لاملونه دنجات سنټر مشر ډاکتر سليمان طارق داسې وښودل: "هغه ماشوم چې په نشه روږدې کورنۍ کې پيدا کيږي، په مسقيم ياهم په غير مستقيم ډول دنشه يي توکو له لوګي نه په نشه اخته کيږي.  | | | معتاد مور او پلار د اولادونو دپه نشه روږدې کېدوکې لوی لاس لري. |
ددې ترڅنګ د اولادونو ناسته پاسته نه کنټرول هم دا راز او دې ورته ناوړې پايلې درلودلی شي. هغه کورنۍ، چې ماشومان يې په نشه روږدي شوي وي، لازمه ده، چې پرته له ځنډ نه دهغوی درملنې ته مټې راونغاړي، ځکه پدې کار کې ځنډددايمي اعتياد لامل کيږي. |