 | | | دجګړې له ټپيانو سره مرسته دهغوی دژوند ژغورل د روغتيايي کارکوونکودنده ده. |
په افغانستان کې د پرله پسې جګړې له امله زيات شمېرکسانو خپل ژوند له لاسه ورکړې اويا ټپيان شوي، چې يوشمېر ټپيان بيا له عمري معيوبيت سره لاس او ګرېوان کيږي. دجګړې ټپيان هغه چاته ويل کيږي، چې په مخامخ نښته، ماين، ځانمرګي بريد او دې ورته پېښوکې ټپي او لومړنيو مرستوته اړ کيږي. ګلستان هغه کس دی، چې په جګړه کې يې لاس پرې اوپښتۍ يې ماتې شوې وې، خو ډاکترانويې درملنه کړې وه. خو يوشمېرداسې کسان هم ترسترګوکيږي، چې لازمه مرسته ورسره نده شوې او اړشوي، چې ددرملنې لپاره ګاونډيو هېوادونوته ولاړ شي. يوله دې راز کسانونه عبدالمالک مجاهدو، چې دجهادپه دوران کې يې دکابل ډاکترانو درملنه نه وه کړې، چې له امله يې پېښور ته په تګ اړ شوی و. داچې روغتيايي کارکوونکي دجګړې له ټپيانوسره څه راز مرسته او سلوک وکړي ، دکند هار دمېرويس روغتون ډاکترمحمد داوود فرهاد داسې وويل:  | | | دجګړې ټپي هغه څوک دی، چې په مخامخ نښته، ځانمرګي بريد اودې ته ورته پېښوکې ټپي کيږي. |
"دډاکتر سپينه چپنه دهغوی دبې پرېوالې نښه ده، چې لازمه ده هغوی په جګړه دښکېلو غاړو له ټپيانوسره يوراز سلوک او درملنه وکړي." ددې ترڅنګ ديني عالمان هم دجګړې له ټپيانو سره مرسته او دهغوی دژوند ژغورل د روغتيايي کارکوونکوايماني او انساني دنده ګڼي. |