 | | | خاورې دوړې، ناپاکه چاپيريال او د ماشومانو د بدن مقاومت ټيټوالی هم دستوني درد لاملونه دي. |
د ستوني درد يوه تنفسي، ساري ناروغي ده، چې ماشومان زيات پرې اخته اوپه سړه هوا کې ډېره ترسترګوکيږي. دکابل په اندراګاندي روغتون کې دماشومانودناروغيومتخصص ډاکتروحيدالله صديقي ددې ناروغۍ لاملونه داسې وښودل: "خاورې دوړې، ناپاکه چاپيريال او د ماشومانو د بدن مقاومت ټيټوالی دستوني ددرد سترلاملونه ګڼلی شو." دستوني له درد سره ډېری وخت شديده تبه، د ځان درد، ستړيا اودشيدو خوړ ماشومانو شيدې نه خوړل او ټوخی مل وي. دستوني د درد له پاره دمالګوبي کارول په هغه صورت کې، چې دمالګې کچه کمه وي ګټور دی خو دستوني پورته کول ناوړه پايلې درلودلی شي.  | | | سخته تبه، دځان درد، ستړيااو دماشوم دشيدو نه خوړل د ستوني ددرد نښې ګڼل کيږي. |
که چېرې دستوني ددرد درملنه ونه شي، دپوزې اوغوږ ناروغي، دمفصلونو درد، روماتيزم او ان ، چې دزړه ناروغي پيدا اووينه هم مکروبي کيږي. هغه ماشومان، چې نوي په دې ناروغۍ اخته شوي وي، آش، شوروا، يخني او نور تاوده اوبلن خواړه دې وخوري. |