BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:45 گرينويچ 2011 ,31 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا اوژوند: شينجکۍ

شينجکۍ
دشينجکۍ ددرملنې يوه لارپه تړمو اوبو د لوند ټوکر په واسطه ددانې ټکورول دي.
شينجکۍ(دنبله) يوه جلدي ميکروبي او ساري ناروغۍ ده، چې ډيری وخت په پوټکې او ځينې وخت د بدن په پوښلوځايونوکې پيدا کيږي.

شينجکۍ په دوه ډوله ده: حاده او مزمنه، چې په حاد ډول کې يوه ياهم دوه دانې په پوټکي کې پيدا او بېرته ژر وچيږي.

مزمن ډول يې بياڅودانې يوځای دپزې په سوريو، تخرګونواوياهم ورنونوکې پيدا اوپه ځنډ جوړيږي.

ددې دانې لومړی ډول په لويانواو دويم ډول يې په ماشومانوکې دهغوی دبدن دمقاومت دټيټ والي له کبله ډېرې پيدا کيږي.

په ابن سينا روغتون کې د جلدي ناروغيو متخصص داکتر نجيب الله داوري شينجکۍ د نښې نښانو په هکله داسې وويل:

"دشينجکۍ دانه خارښت او درد لري او ورسره ناروغ تبه هم کوي او څلور پړاوونه لري. که چېرې له پوخوالي مخکې وشليږي، دبدن نورو برخوته سرايت کوي."

د شينجکۍ د درملنۍ يوه آسانه لار ټکورول دي،يانې داچې يو ټوکردې په تودو اوبو لوند او په دانه دې کېښودل شي څو دانه پخه شي.

شينجکۍ
شينجکۍ ډېری وخت په پوټکې او ځينې وخت د بدن په پوښلوځايونوکې پيدا کيږي.

پردې دانه دې د ناوولو او خيرنو شيانو له ايښودلو ډډه وشي، ځکه داکار ددانې دمکروبي کېدوګواښ له ځان سره لري.

په دې ناروغۍ اخته کس ته ښايي، چې ددرملنې لپاره ارومرو ډاکتريا هم روغتيايي کلينيک ته مراجعه وکړي.

سينه او بغلروغتيا او ژوند
سينه او بغل
 د هډوکي کسرروغتيا او ژوند
د هډوکي کسر
بغوټيروغتيا او ژوند
بغوټي
د نو ګزکروغتيا او ژوند
د نو ګزک
اميدواري او دوينې کمښتروغتيا او ژوند
اميدواري او دوينې کمښت
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>