 | | | په پرانيستی کسرکې پوټکی شليږي رگونه او نور غړې هم ورسره ستونزمن کيږي. |
د هډوکي کسر( ماتيدل) هغه حالت دی، چې په هډوکې باندې د هغه له توان نه دزيات زيات زورله کبله هډوکي مات او اړوند غړی سم کار ونه شي کړاي. د هډوکي کسر دوه ډوله دي : تړلی کسر، چې پوټکی نه وي شليدلی اوپرانيستی کسر، چې پوټکی شليږي او نور غړې هم ورسره ستونزمن کيږي. داچې د هډوکي دکسر نښې نښانې څه دي، دکابل په آرياناروغتون کې دماشومانو د جراحۍ متخصص موظف ډاکتر شمس دهزاد داسې وويل: "د کسر لرونکي ځای پړسوب ، درد ،سو شکل او د هغه غړې د کار پرپښودل دهډوکي دکسر غټې نښې نښانې دي. ددې شان پېښو په صورت کې دې ماشوم ژرترژره روغتون ته ورسول شي،ځکه پدې برخه کې لږه بې پروايي د اعصابودرګونودپرې کېدو لامل کيږي." پدې حالت کې ماشوم ددايمي معيوبيت سره هم لاس او ګرېوان کيږي، خو له داسې ناروغ سره څرنګه کولای شو لومړنۍ مرستې وکړو؟  | | | دماشوم دمات شوی هدوکی به درملنه کی بی بروایی دیاد غری دمعیو بیت لامل کیزی. |
په داسې پېښو کې دې دماشوم مات غړی ته حرکت ورنکړل شي، دلرګي دوه تختې دې دمات شوي هډوکي دواړو خواوو ته کېښودل شي. وروسته دې يادې تختې په يوه پاکه ټوټه داسې وتړل شي، چې دوينې جريان له ځنډ او خنډ سره مخ نشي. |