 | | | د کڅوک ناروغي له(۶-۷) ورځو پورې روغ کس ته هم د لېږد وړ ده. |
کڅوک (آب چيچک) يوه وايرسي ساري ناروغي ده ، چې ځان ته ځانګړی وخت او موسوم نلري، هر انسان په هر عمر کې يو ځل پرې اخته کيدای شي. دا ناروغۍ په ماشومانو کې دلويانوپه پرتله ستونزمنه نه ده. د کڅوک ناروغي په پيل کې کله ناکله يوڅه تبه هم له ځان سره لري. کڅوک دکوچنيواوبو لرونکوټناکوپه بڼه راڅرګند، خارښت پيدا او وروسته پوټکی نيسي، که چېرې داتڼاکې وچوي، داغ يې پاتې کيږي. يوشمېرکسان ددې ناروغۍ لپاره کورنۍ درملنې لري، لکه دبارتنګ ورکول اود واښو دود کول.  | | | کڅوک دکوچنيواوبو لرونکوټناکوپه بڼه راڅرګند، خارښت پيدا او وروسته پوټکی نيسي. |
روغتيايي کارپوهان دکڅوک دناروغۍ لپاره کورنۍ درملنې ددې په ځای چې ګټه ورسوي، زيان راوړونکې بولي. د کڅوک ناروغي له(۶-۷) ورځو پورې روغ کس ته د لېږد وړ ده، خو که چېرې په دې موده کې دناروغ درملنه ونه شي، يوشمېرنورې ستونزې لکه په لاره تللو کې دموازنې له اختلال سره هم مخ کيدای شي. |