BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:57 گرينويچ 2011 ,23 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا اوژوند: د مياشتني عادت بې نظمي

د مياشتنې عادت بې نظمي
دمياشتني عادت په موده کې له کوټکس يابل پاک ټوکر څخه کار واخيستل شي.
په زيات شمېر مېرمنو کې دوينې بهيدلو مياشتنې عادت له ۳ نه تر۵ ورځوخوپه يوشمېر نورو کې داستونزه تر (۷) ورځوهم زيات وخت په بر کې نيسي.

د مياشتني عادت دمودې اوږدېدل يا لنډېدل يوشمېر ښځوته روغتيايي ستونزې هم پيدا کوي.

د فوزيې، دکابل ښار يوې اوسېدونکې ته په هره مياشت کې دوه ځلې مياشتنی عادت پيدا کيږي، چې له امله يې له کم خونۍ سره مخ ده.

روغتيايي کارپوهان ددې ستونزې لاملونه په رحم کې مرغيړي اوګزکونه پيداکېدل، داميدوارۍ ضد دارو اودهورمونونوتغييربولي.

دکابل په يوه شخصي روغتون موظفې ډاکترې فريدې زمانې د مياشتني عادت د بې نظمې په درملنه کې ځنډ خطرناک وباله.

هغې وويل، چې که چېرې دمېرمنوله رحم څخه غېرعادي وينه ځي، ملا، نس او پښې يې درد ولري، بايد پرته له ځنډنه دهغې په درملنه لاس پورې کړي.

ددې ناروغۍ په درملنه کې ځنډ او بې پروايي مېرمنې دوينې له کموالي، په رحم کې دتوموردپيداکېدو او همېشني شنډوالي سره مخ کوي.

مياشتنی عادت
که په مياشتني عادت کې غېرعادي وينه ځي او دردونه ورسره مله وي، ډاکتر ته دې مراجعه وشي.

ددې روغتيايي ستونزې پرمهال دې وسپنه لرونکي خواړه لکه: پالک. شيدې ، مستې او تازه ميوه وخوړله شي.

ددې لپاره، چې مېرمنې له دې راز ستونزو سره مخ نه شي، غوره ده، چې دمياشتني عادت په موده کې له کوټکس يا بل پاک ټوکر څخه کار واخلي.

دزړه سوري کېدلروغتيا او ژوند
د زړه سوري کېدل
د واکسين ارزښتروغتيا اوژوند
د واکسين ارزښت
دسوځيدلي ماشوم سره مرستهروغتيا او ژوند
دسوځيدلي ماشوم سره مرسته
 په زېږون کې ځنډروغتيا او ژوند
په زېږون کې ځنډ
سياتيکروغتيا اوژوند
سياتيک
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>