ليدا ساپۍ د بي بي سي دتعليمي خپرونو له لړۍ څخه |  |
 | | | مېندوته ښايي، چې داميدوارۍ په موده کې دخپلسرو دارو له خوړلو په کلکه ډډه وکړي. |
زړه د بدن هغه غړی دی چې مهمه دنده يې ټول بدن د وينې رسول دي او وينه بيا د بدن ټولو برخو ته منرالونو، ويټا مينونو او اوبو رسولو دنده په غاړه لري. کله ناکله يوشمېر کسان دزړه له ناروغيو کړيږي، چې يوه له دې راز ناروغيونه د زړه سوري کيدل دي. دا ناروغي زياتره په ماشومانو کې پېدا کيږي چې نن سبا په افغانستان کې هم داستونزه ډېره شوې ده. روغتيايي کارپوهان وايي، چې په ماشومانو کې د زړه د سوري کيدو ستونزه د ولادت سره سمه را منځته کېږي. که چېرې ددې ناروغۍ په خپل وخت مخنيوی او درملنه ونشي، د ماشوم دمړينې لامل هم کيږي. هغه ماشومان، چې زړه يې سوري وي، دخپل عمر په پرتله يې وزن کم وي ، د ګوتو او شونډو خوا او شا يې شنې اوړي. پدې راز ناروغو ماشومانو کله ناکله د بې هوښۍ حمله هم راځي، ساه يې بنديږي او د نورو ماشومانو په پرتله د سينه او بغل يا سکاروي ناروغۍ ډېر اخته کيږي.  | | | هغه ماشومان، چې زړه يې سوري وي، وزن يې کم، د ګوتو او شونډو خوا او شا يې شنه اوړي. |
ددې ناروغۍ يو لامل هم د اوميدوارۍ په موده کې د مېندو له خوا په خپل سر د درملو خوړل دي . که چيرې مېندې د اميدوارۍ په موده کې خپلو خوړو ته پاملرنه وکړي او په منظمه توګه ډاکترته ورشي، ماشوم به يې تر ډېره بريده له دې راز ګواښونوپه امن کې وي. |