 | | | .دسوځيدلي کس ټپ دې په پاکه ټوټه، چې داوبو جذبوونکې نه وي، وتړل شي. |
دهرډول حرارت په واسطه دماشوم سوځېدنه د درداوناآرامۍ ترڅنګ هغه مهال ډېرخطرلري، چې ناروغ پخپل وخت روغتيايي مرکزته ونه رسول شي. دبي بي شيرين لاس په تنورسوځېدلی و، کورنۍ يې ژر روغتون ته نه وه رسولې، چې له امله يې له ډېرو ستونزو سره مخ شوه. هغه ترکيبي ملهمونه، چې ديوشمېر غير مسلکي کسانولخوا جوړاو بيا په په سوځيدلي ټپ اېښودل کيږي، خطرناک ثابت شوي دي. دماشوم دروغتياپه روغتون کې موظف ډاکترجاويدکوچي وويل، چې په سوځيدلي ځای نکريزې اچول يا دغوا په غوړيو غوړول ټپ مکروبي کوي.. که دسوځېدلې ټپ درملنه دډاکتر ترمشورې او څارنې لاندې صورت ونه مومي، کيدای شي په راتلونکې کې سوځېدلی غړی معيوب شي. حميراهغه مېرمن ده، چې دماشوم دسوځېدنې پرمهال يېروغتون ته ترلېږدمخه د هغه له تن نه جامې اېستلي او په سوځيدلي ځای اوبه اچولې وې.  | | | پر سوڅيدلي ځای دې سړې اوبه وچول شي او ناروغ دې پرته له ځنډنه ډاکتر ته ولېږدول شي. |
روغتيايي کارپوهان لارښوونه کوي، چې سوځېدلی شخص بايد آزادې فضاته ولېږدول شي. وروسته له داسې اوبوکارواخيستل شي، چې ډېرې سړې نه وي اوټپ په پاکه ټوټه، چې داوبو جذبوونکې نه وي، وتړل شي. همدا راز ناروغ ته د مايعاتو ورکول ډېر ګټور دي. |