 | | | دکلسيم او ويټامين(D ) کمښت دماشوم دهډوکودنرمښت او کوږوالي لامل کيږي. |
دمورشېدې دماشوم لپاره بشپړ خواړه او هغه ماشومان، چې په کوچنيتوب کې دمور شيدې ونه خوري، دبدن هډوکي يې نرميږي، چې ددې ستونزې طبي اصطلاح رييکتايز ده. که چېرې ددې ستونزې درلودونکو ماشومانو درملنه ونشي، دلاسونو اوپښو هډوکي کاږه، دسربڼه يې بدلون پيدا، دسينې هډوکي او دملاتيريې هم وځي. مصطفی دکابل ښار اوسېدونکی، چې (۷) کلن په ماشومتوب کې يې دهډوکو دنرموالي ناروغي تېره کړې، چې اوس يې شا کړوپه شوې ده. ډاکتران ماشوم ته ترشپږ مياشتو وروسته دشيدو ترڅنګ د لوبيا، نخودو، لبنياتو، تازه مېوې او ترکارۍ ورکول اړين بولي.  | | | هغه ماشومان، چې دمور شيدوګټه نه خوي، ډېری يې دهډوکودنرمښت له ستونزې سره مخ کيږي. |
روغتيايي کارپوهان لارښوونه کوي، چې ماشوم ته دې تر دوه نيم کلنۍ پورې دنورو خوړو تر څنګ دمور شېدې ورکړل شي. ددې ترڅنګ په هغوکورونو کې، چې لمر وي، ميندې کولای شي دورځې دوه يادرې ځلې خپل ماشوم هرځل دلسو دقيقولپاره لمر ته واچوي. |