BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:57 گرينويچ 2011 ,30 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا اوژوند: دموردشيدو زياتېدل

دمور دشيدوزياتېدل
دشيدو ورکوونکو ميندو نامناسبه خواړه او بې خوبي هم دهغوی دشيدودکمښت لامل کيږي.
دروغتيانړيوال سازمان دمورشيدې دنوی زېږېدلي ماشوم طبيعی حق بولي اوپه کال کې يوه ورځ يې ماشوم ته دموردشيدو ورکولو په نوم ياده کړيده .

يوشمېرميندې دخپلوشيدوپرځای ماشوم ته دغوا ياهم پوډري شيدې ورکوي. ناييبه يوه هم له همدې شان ميندوڅخه ده.

هغې وويل، چې يو تی يې شيدې نلري، دماشوم دمړښت لپاره دې ته اړه ده، چې هغه ته دغوا شيدې ورکړي.

روغتيايي کارپوهان دمور شيدې دنوی زيږدلي ماشوم لپاره ترټولو غوره خواړه بولي، ځکه چې په آسانۍ سره هضميږي .

داچې ديوشمېرميندو دشيدو دکمښت لامل څه دی، په اړه يې دکابل ښار دماشوم د روغتيا په روغتون کې موظف ډاکترعارف حسنزي وويل:

"دشيدو ورکوونکو ميندو نامناسبه خواړه ، بې خوبي ، فکری اوجسمی ناآرامۍ اويوشمېرناروغۍ دميندو دشيدودکمېدولاملونه کيدای شي."

يوشمېرميندې خپلې شيدې دکيفيت له پلوه کمزورې او دماشوم دوزن دکمښت لامل ګڼي، خوډاکتران داشان نظرونه ردوي.

دميندو دشيدوډېرښت
يوشمېرميندې ماشوم ته دخپلو شيدو پرځای پوډري شيدې ورکوي،چې په اسانۍ نه هضميږي.

که چېرې ماشوم ته وخت په وخت شيدې ورکړل او تی خالي شي، دشيدو دتوليد غدې په حرکت راځي اودزياتوشيدو دپيداکېدولامل کيږي.

له بلې خوا ډاکتران وايي، هغه ماشومان ډېرسو تغذي کيږي، چې دمور شيدې نه ورته رسيږي.

شيدو ورکونکو ميندو ته ښايي، چې دبدن داوبو دکموالي دمخنيوي په موخه دې په پوره کچه اوبلن خواړه لکه شيدې، چای، اوبه اود ترکارۍ ښوروا وخوري.

په ماشومانوکې نس ناستیروغتيا اوژوند
دنس ناستي ناروغي
بې خوبيروغتيا اوژوند
بې خوبي
دماشوم اروايي ستونزېروغتيا اوژوند
دماشوم اروايي ستونزې
ماشوم او درانه کارونهروغتيا اوژوند
ماشوم او درانه کارونه
جاردياروغتيا اوژوند
جارديا
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>