 | | | دجارديادناروغۍ يوشمېرنښې عبارت دي له: دنس شديددرد،قبضيت اوزړه بدوالي څخه. |
جارديا يوه مکروبي ناروغي ده ، چې دپيداکېدو اصلی لامل يې دجارديا ليمبريا په نوم يو ډول پارازيت دی. روغتيايي کارپوهان وايي، چې دناپاکواوبه څښل، پاتې شوني خواړه، نامينځلي مېوه اوترکاري خوړل انسان پدې ناورغۍ اخته کوي. دنس شديددرد،قبضيت، دهاضمې بدوالی، دشا اوسينې درد، زړه بدوالی او اسهال ددې ناروغۍ له مهمونښونښانوڅخه شمېرل کيږي. يوشمېرکسان دجارديا ناروغي نه پېژني، ځکه ددې ناروغۍ نښې هم داميب، کولرا او سلمونيلاپه څېر اسهال لرونکوناروغيوسره ورته والی لري.. ډېری کسان دګرمۍ په موسم کې په اسهال لرونکو ناروغيو ډېر اخته کيږي او ځينې خلک ددې ناروغيو لپاره کورنۍ درملنې هم کوي. دکابل دانتاني روغتون متخصص ډاکترعنايت الله سهيل دجاردياناروغۍ لپاره کورنۍ درملنې دګټې پرځای زيان رواړونکي بولي. دجارديا ناروغ دې بې له ځنډه دطبي معايناتو او درملنې لپاره نېږدې روغتيايي مرکزيا ددې ډول ناروغيو متخصص ته ورسول شي.  | | | تازه مېوې او ترکاري دې ترخوړلومخکې په پاکومالګينواوبو پرې مينځل شي. |
ددې لپاره، چې پدې ډول ناروغيو اخته نشو، غوره ، چې ترډوډۍ خوړلو مخکې ا و وروسته اوتشناب ته تر تللو وروسته خپل لاسونه په پاکو اوبو اوصابون پرې مينځو. همدا راز که چېرې ترکاري اوتازه مېوه په پاکو او مالګينو اوبوپرې مينځل شي، تر ډېر ه بريده به مو دمکروبي ناروغيو له اخته کېدوڅخه مخنيوی کړی وي. |