 | | | هغه کسان چې پربدن يې زخه راختلې وي، له شريکوجامواوشريکوخوړو دې ډډه وکړي. |
زخه يوه وايرسي او ساري ناروغي ده، چې اصلي لامل يې په بدن کې ديوډول مکروب شتون دی، چې دبدن دمقاومت دټيټوالي پرمهال بريدکوي. يوشمېر خلک دزخې د له منځه وړلولپاره کورنۍ درملنې هم کوي.دکابل دشکردرې اوسېدونکي نعمت الله دخپل ورمېږ زخه دآس دلکۍ پر ويښته تړلې وه. وروسته يې څټ وپړسېد او ترډېرې مودې يې ورته درد کاوه. دپوستکي دناروغيو متخصص ډاکترغلام نبي وردګ ّپدې اړه داسې وويل: "پخپل سر د زخې درملنه دزخې دمکروبي کېدو او په پاتې بدن کې دمکروب دخپرېدو لامل کيږي. " پر بدن د زخو راختلو پر مهال دې ناروغ پرته له ځنډ نه دپوستکي دناروغيو دډاکترپه مشوره خپله درملنه ترسره کړي. ددې ستونزې درلودونکي کس دې له روغوکسانوسره له ګډو خوړو اوشريک لباس نه ډډه وکړي، ځکه چې زخه ساري ناروغي او په اسانې دلېږد وړ ده.  | | | دزخې ترراختلو وروسته دې ناروغ دپوستکي تکړه ډاکترته دې ددرملنې لپاره ورشي. |
د زخو د راختلو د مخنيوي او د بدن د مقاومت په لوړولو کې دې له قوي خوړو لکه : شيدو، مستو، هګيو، غوښې، سيزيجاتو، تازه او وچې مېوې نه ډېره ګټه واخيستل شي. |