 | | | له ګډ سرنج او دږيرې له کارول شوې چړې نه کار اخيستل هم د تورژيړي د لېږدلامل کيږي. |
تور ژېړی يوه مکروبي ناورغي ده، چې که چېرې پخپل وخت يې درملنه ونشي، دانسان ځيګرزيانموي. ميراحمد زماني، چې تور ژېړی يې درلود، په پيل کې له خپلې جوړېدا ناهيلی و، خو تر منظمې درملنې وروسته يې روغتياموندلې ده. ددې لپاره، چې دتورژيړي دپرمختګ مخه ونيول شي، لازمه ده ، چې دناورغۍ په لومړي پړاو کې يې درملنه وشي. ځينې خلک پدې باوردي، چې تور زېړي له ناستې پا ستې نه هم له يوه انسان نه بل ته لېږدي. دکابل په انتاني روغتون کې موظف ډاکترعابدنصرت وويل، چې تورژېړی دټولنيزو اړيکواو د ناستې ولاړې له لارې څخه نه لېږدي. دا ناروغي دوينې اودناروغ له ټپ سره دمستقيمواړيکوله لارې له ناروغ نه روغ انسان ته لېږدي.  | | | دتورژيړي ناروغانو ته ښايي چې له تازه ميوو او ترکارۍ نه ډېره ګټه واخلي. |
د تور زيړي د وقايې يوه آسانه لار دواکسين تطبيق کول دی، چې په درېيوپړاوونوکې ترسره کيږي. ددې ترڅنګ له ګډ سرنج او دږيرې له کارول شوې چړې نه کار نه اخيستل او دنظافت په پام کې نيول هم ددې ناروغۍ دوايرس دلېږد مخنيوی کوي. |