 | | | ځيګر، هګۍاو ګازرې د A او E ويټامينونه لري، چې خوړل يې دپوستکي دچاودلو مخه نيسي. |
د انسان پوستکی دنوور دندوترڅنګ دبدن ساتنې ، دهغې دتودوخې تنظيمول او دانسان په ښکلا کې هم اغېزمن رول لري. پوستکي ته دنه پاملرنې په صورت کې دپوستکي بېلابېلې ناروغۍ منځ ته راتلی شي، چې يوه يې هم دپوستکي چاول دي. د کابل په ميوند روغتون کې د پوستکي د ناروغيو متخصص، ډاکټر عبدالمالک يې لاملونه داسې په ګوته کړل. د هوا بدلون، له خاورو، خټو، چونې اوسمټوسره تماس اوځينې نورۍ ناروغۍ دپوستکي دچاودلو لاملونه کيدای شي. دپوستکي چاودل دپوستکي خارښت، درد، سوی، په ځينو حالاتوکې له چاودلوځايونو دوينې تلل او تبه هم له ځان سره لري. که چېرې ددې ناروغۍ پخپل وخت درملنه ونشي، مکروب يې دپوستکي لاندې وينې ته داخل اونورې ناروغۍ زېږوي.  | | | دپښو اولاسونو غوړول او په تړمواوبواوصابون مينځل دپوستکي دچادلو مخنيوی کوي. |
دنظافت په پام کې نيول او ترڅنګ يې دپښواو لاسونوترمينځلو وروسته پوستکی غوړساتل ددې ناروغۍ په مخنيوي مرسته کوي. ددې ترڅنک د A اوE ويټامينونه هم دپوستکي له چاودلو مخنيوی کوي، چې ددې ويټامينونوډېره اندازه په ځيګر، ګازرو اوهګيوکې ترلاسه کيدای شي. |