BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:29 گرينويچ 2011 ,26 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: سينه اوبغل

سينه اوبغل
ټوخي پرمهال دې دسينه او بغل ماشوم خولې اوپزې ته دستمال ونيول شي..
د هوا په سړيدو سره يو شمير تنفسي ناروغۍ په ماشومانو کې زياتې لېدل کيږي، چې يوه له هغوی نه دسينه او بغل ناروغي ده.

د افغانستان د روغتيا وزارت دچارواکوپه وينا په ماشومانوکې دسينه اوبغل دناروغۍ کچه دتېر کال په پرتله درې برابره لوړه شوېده.

يو شمېر خلک دماشومانودسينه اوبغل دناروغۍ لامل دهوابدلون بولي، خو دکابل په اندراګاندي روغتون کې موظف ډاکتر پدې اړه وويل:

يواز ې هغه ماشومان پدې ناروغۍ ډېر اخته کيږي، چې خپل خواړه د مور له شيدوڅخه نشي پوره کولاي.

په تنفسي ناروغيو د ماشومانو د اخته کېدو(%90) لاملونه هغه مکروبونه دي، چې دهواله لارې له ناورغ نه روغ انسان ته لېږدي.

په سينه اوبغل اخته ماشوم دمورشيدې سمې نشي رودلی، دوخت په تېرېدو پرې دميرګي په څېر حملې راځي او شونډې يې شينوالی پيدا کوي.

په سينه او بغل اخته ماشوم ته دې دکورنيو درملنوله ورکړې ډډه وشي او پرځای دې پرته له ځنډه ډاکتر ته ورسول شي.

سينه او بغل
دسينه اوبغل په ناروغۍ اخته ماشوم ته دې ويټامين لرونکي خواړه ورکړل شي.

روغتون يا ډاکتر ته پدې ناروغۍ داخته ماشوم په رسولو کې ځنډ اوبې پروايي کيدای شي دماشوم دزړه دحرکت ددرېدو او مړينې لامل شي.

دسينه او بغل ناروغ ته دې ويټامين لرونکي خواړه ورکړل شي، له سالموماشومانودې ليرې وساتل شي او دټوخي پرمهال دې دهغه خولې اوپزې ته دستمال ونيول شي.

چُرهروغتيا او ژوند
چوره
توره ټوخلېروغتيا او ژوند
توره ټوخلې
اپنډکسروغتيا او ژوند
اپنډکس
ژبۍروغتيا او ژوند
ژبۍ
د غوږ ګزکروغتيا او ژوند
د غوږ ګزک
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>