 | | | دتورې ټوخلې په ناروغۍ کې بې پروايي دماشوم دمړينې لامل هم کيدای شي. |
توره ټوخلې يوه تنفسي ناروغي ده، چې د روغتيايي کارپوهانو په وينا د ناروغ په بدن کې له (٦-٨) اونيو پاتې کيږي. ددې ناروغۍ ډېری پېښې له يوه مياشتني نه نيولې تر پنځوکالونوهغه ماشومان ډېر پرې اخته کيږي، چې دبدن مقاومت يې ټيټ وي. فرېده، چې دوه مياشتنی ماشوم يې د تورې ټوخلې له امله دکابل داندراګاندي په روغتون کې بستر دی، دهغه دمړينې وېره ورسره ده. په اندراګاندي روغتون کې د موظف داکترنصيرفدا په وينا توره ټوخلې لومړی د والګي په بڼه پيدا او وايرس يې دهواله لارې نوروته هم دلېږد وړ دی. هغه ماشومان ، چې له يو کال نه يې عمر کم وي، له ټوخي سره کانګې هم لري او د ټوخي پر مهال يې شونډې شين والی پيدا کوي. هغه خلک، چې دارو او ډاکترته لاسرسي نلري، ددې ناروغۍ لپاره کورنۍ درملنې هم کوي.  | | | له يوه کال نه دکم عمر ماشوم دتورې ټوخلې سره کانګي هم لري اوشونډې يې شين والی مومي. |
ددی ناروغۍ په درملنه کې بې پروايي دماشوم دمړيني لامل هم کيږي.د وژونکو ناروغيو په وړاندې دماشومتوب ددورې دواکسينو ترسره کول ددې راز ناروغيو په مخنيوي کې ډېر ګټور دي. ددې لپاره، چې په تورې ټوخلې اخته ماشوم دمرګ له ګواښ نه خوندي وي، اړينه ده، چې هغه پرته له ځنډ نه روغتون ياهم ډاکتر ته ورسول شي. |