BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:35 گرينويچ 2011 ,29 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: ژبۍ

ژبۍ
دبدن دټيټ مقاومت درلودونکو ماشومانوته دې تړم اوبلن خواړه ورکړل شي.
کروپ (ژبۍ ) يوه مکروبي ناروغي ده، چې دبدن دمقاومت دټيټوالي له امله له (6)مياشتو نه تر(3) کالونو درلودونکي ماشومان ډېر پرې اخته کيږي.
پدې ناروغۍ کې ماشوم ته غير عادي ډول ټوخی پيدا کيږي، چې دساه اخيستلوپرمهال له ستونزو سره مخ کيږي.

ددې ناروغۍ دمکروب له کبله دماشوم تنفسي سيستم ګزک پيدا او دهغه دساه دبندېدو لامل کيږي.

داچې ولې ماشومان پدې ناروغۍ ډېراخته کيږي،د کابل په افغان سويس روغتون کې د غوږ او ستوني متخصص ډاکټرحليمي وويل :

د موسم په بدليدو سره يوشمېر مکروبونه دماشوم تنفسي سيستم زيانمنوي، چې په پايله کې يې ماشوم دژبۍ په ناروغۍ اخته کيږي.

د بدن د ټيټ مقاومت لرونکي ماشومان د يخ وهلو، زکام، ستوني درد اوځينونورو ناروغيو له امله د ژبۍ په ناروغۍ اخته کيږي.

يو شمير خلک دژبۍ ناروغانو ستونی دګوتې په واسطه پورته کوي اويايې پر سردټاکي په بڼه ټپ جوړوي.

ژبۍ
دستوني درد، زکام اويخ وهل هم دټيټ مقاومت لرونکي ماشومان دژبۍ په ناروغۍ اخته کوي.

روغتيايي کارپوهان پدې برخه کې کورنۍ درملنې ردوي، ځکه کيدای شي دماشوم دستوني بندېدل دهغه دمړينې لامل هم شي.

ددې ناروغۍ نه دمخنيوي لپاره دې ماشومانوته تړم اوبلن خواړه ډېر ورکړل شي، څو د مکروبي ناروغيوپه وړاندې يې دبدن مقاومت لوړشي.

ددې ترڅنګ له سړې هوا ، چټلوځايونو، خاورو دوړو او لوګي نه دماشومانو ليرې ساتل هم ددې ناروغۍ په مخنيوي کې ځانګړی ځای لري.

د غوږ ګزکروغتيا او ژوند
د غوږ ګزک
د غوږ ګزکروغتيا او ژوند
د غوږ ګزک
نوې ځواني او خواړهروغتيا او ژوند
نوې ځواني او خواړه
د خولې بد بویروغتيا او ژوند
د خولې بد بوی
د ماشوم خوارځواکيروغتيا او ژوند
د ماشوم خوارځواکي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>