BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 03:48 گرينويچ 2011 ,23 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: د غوږ ګزک

د غوږ ګزک
دغوږ ګزک دغوږ دمنځنۍ برخې دمکروبي کېدوله کبله رامنځته کيږي.
د غوږګزک(التهاب) يوه مکروبی ناروغي ده، چې دغوږ د نلکې د منځنې برخې د مکروبي کېدو له امله پيدا او دبدن د ټيټ مقاومت د لرلو له کبله ماشومان ډېر پرې اخته کيږي.

دسمنګانود اوسيدونکې، زاهدې زوي د غوږ دګزک له امله دوه ځلې عمليات شوی دی، خو ددې ناروغۍ دپيدا کېدو لاملونه څه دي؟

روغتيايي کارپوهان په سړه هوا کې دماشومانو ګرځېدل، په ناپاکو اوبو کې لامبل او د خونو ډېر تودول دماشوم دغوږ دګزک لامل کيدای شي.

ددې ناروغۍ نښې نښانې عبار ت دي له : تبې، نارامۍ، دشيدو نه خوړل، له غوږنه دخيرې راتلل او شين رنګه نس ناستی څخه.

دغوږ ګزک (٥) پړاوونه لري، چې په لومړيو دوو پړاوونوکې دغوږ پرده سالمه او هيڅ ډول مايع غوږ ته نشي دننه کيدلی.

دماشوم دغوږ دګزک درملنه بايد پرته له ځنډنه و شي، ځکه دډاکترشريف سيلاني په وينا که دغوږ ګزک ماغزو ته ولېږدي،دماشوم دکڼېدا لامل کيږي.

دغوږ ګزک
په سړه هوا کې دماشوم ګرځېدل او په ناپاکو اوبو کې لامبل دغوږ دګزک لامل کيدای شي.

يوشمېرخلک ددې ناروغۍ لپاره کورنۍ درملنې کوي، لکه : دماشوم په غوږ کې دشېدو څڅول، په غوړو کې ګرمه شوې هوګه په غوږ کې اېښودل او نور.

روغتيايي کارپوهان کورنۍ درملنې دګټې پرځای زيان راوړونکي بولي او لارښوونه کوي، چې په سړه هواکې ماشوم دباندې پرې نښودل شي.

همدا راز دهغه په غوږونوکې دې دمايعاتو له تللومخنيوی وشي او ترڅنګ يې دچاپير يال پاک ساتل هم ددې ستونزې په مخنيوي کې ځانګړی ونډه لري.

نوې ځواني او خواړهروغتيا او ژوند
نوې ځواني او خواړه
د خولې بد بویروغتيا او ژوند
د خولې بد بوی
د ماشوم خوارځواکيروغتيا او ژوند
د ماشوم خوارځواکي
دستنې لګولروغتيا او ژوند
دستنې لګول
هډيروغتيا او ژوند
هډي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>