BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:43 گرينويچ 2010 ,15 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: دستنې لګول

دستنې لګول
که چېرې ستن دناروغ په بدن کې ترخپلې اندازی زياته دننه شي، عصبي رشتې پرې کوي.
ډاکتران ځينو ناروغانو ته د نورو درملو ترڅنګ دستنې (پيچکارۍ) سپارښتنه هم کوي، چې ځينې ناروغان دهغې د تطبيق لپاره غيرمسلکي کسانوته ورځي، چې ددوی داکار ناوړه پايلې له ځان سره لري.

دمنيژې ترور، چې مسلکي زده کړې يې نه درلودې، خپلې (١٨) کلنې لور ته ستن ولګوله، چې په ډېر کم وخت کې يې ژوند له لاسه ورکړ.

د داخله ناروغيو متخصص ډاکتر نعمت الله وويل، چې د انسان په بدن کي بې شميره نازکې عصبي رشتې شتون لري.

که چېرې ستن دناروغ په بدن کې ترخپلې اندازی زياته دننه شي، عصبي رشتې پرې او د ناروغ دلاس ياپښې دفلج کېدو لامل کيږي.

دستنې لګول دمسلکي کسانوکار دی . هغوی پوهيږي، چې د پيچکارۍ مواد په څه ډول يوځای او په رګ يا غوښه کې څرنګه تطبيق شي.

دستنې لګول
دمنيژې ترور خپلې (١٨) کلنې لور ته ستن ولګوله، چې په ډېر کم وخت کې مړه شوه.

دکابل ښار يوې بلې اوسېدونکې وويل، چې دهغوی کورنۍ ستنې لګولو ته داړتيا پر مهال درملتون ته ورځي، چې هلته مسلکي کسان شتون لري.

که چېرې د مسلکي کسانو لخوا دستنې لګولو پر مهال کومه روغتيايي ستونزه پيدا شي، هغوی کولای شي داستونزه دډاکتر په مرسته حل کړي.

هډيروغتيا او ژوند
هډي
د ملاريا د دارونا مکمل دوز روغتيا او ژوند
د ملاريا د دارو نا مکمل دوز
تر زېږون وروسته خونريزيروغتيا او ژوند
تر زېږون وروسته خونريزي
 د تريخي مکروبي کېدل روغتيا او ژوند
د تريخي مکروبي کېدل
دماشومانوژېړیزو غتيا او ژوند
د ماشومانو ژېړی
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>