BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:42 گرينويچ 2010 ,13 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: د ماشومانو ژېړی

دماشومانوژېړی
دسر درد،ګنګسيت، بې اشتهايي او دادارو درنګ زيات ژېړ والی دژېړي نښې دي.
زيړی ( هيپاټايټس) يو ډول مکروبي او ساري ناروغي ده، چې له لويانوسربېره ماشومان هم ډېرپرې اخته کيږي.

ددې ناروغۍ مکروب دلابراتواري معايناتودترسره کولو وروسته څرګنديږي اود روغتيايي کارپوهانوپه وينا ژېړی په څوګروپونووېشل شوی دی.

د ماشومانو دداخله ناروغيو متخصص داکترعارف حسنزي د زيړي اصلي لامل يو ډول ميکروب وباله.

ددې ناروغۍ وايرس په ژېړي داخته کس د غايطه موادو او توکاڼو له لاري ازاد چاپيريال ککړوي، چې وروسته سالم انسان ته لېږدي.

ماشومان ددې ناروغۍ په مکروب له ککړو وسايلو سره داړيکوپه ټينګولو ژرپرې اخته کيږي.

ژېړی په لومړي پړاوکې دزکام په بڼه راڅرګنديږي، چې دسر درد،ګنګسيت، بې اشتهايي او دادارو درنګ زيات ژېړ والی يې نښې نښانې دي.

دماشومانو ژېړی
دژېړي دناروغۍ مکروب دلابراتواري معايناتودترسره کولو وروسته څرګنديږي.

دژېړي ناروغ دې ددرملنې لپاره بې له ځنډه روغتيايي مرکز ته ورسول شی او له کورنۍ درملنې دې ډډه وشي،ځکه چې ناروغ دمرګ له ګواښ سره هم مخ کوي.

له هر ځل تشناب ته تللو وروسته په پاکواوبو اوصابون دماشوم دلاسونو مينځل ددې ناروغۍ دمکروب دلېږد مخنيوی کوي.

دپښې دهډوکي ماتېدلروغتيا اوژوند
دپښې دهډوکي ماتېدل
د نري رنځ درملنهروغتيا او ژوند
د نري رنځ درملنه
 د وريو پړسوب او وينې کېدلروغتيا او ژوند
د وريو وينې کېدل
نری رنځروغتيا او ژوند
نری رنځ
حاجيان، د پښو درد او پړسوب روغتيا او ژوند
حاجيان، د پښو درد او پړسوب
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>