BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:27 گرينويچ 2010 ,18 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: نری رنځ

نری رنځ
دنري رنځ درملنه د افغانستان دتوبرکلوز په ځانګړو مرکزونو کي په وړيا ډول ترسره کيږي.
نری رنځ( توبرکلوز) يو له هغو ساري ناروغيو څخه ده،چې هر کال په افغانستان کې په سل ګونو تنه پرې اخته کيږي.

پدې ناروغۍ دنارينه وو په پرتله ښځې ډېرې اخته کيږي، چې لاملونه يې په کم عمرکې ودونه، له ناروغانو سره اړېکې اونېستي په ګوته شويدي.

ددې ترڅنګ چاپيريال او شخصي روغتيا ساتني ته نه پاملرنه او په نمجنه او بنده فضا کې دقالينو اوبدل هم د دې ناروغۍد لېږد لامل کيږي.

مينا او د هغې خور له څلورو مياشتو راپدېخوا د کابل ښار ددريم پروان دتوبرکلوزپه (٣٥) بستريز روغتون کي بستر دي.

مينا وويل، چې داناروغي دهغې له خور نه دې ته لېږدېدلې ده. نوراقا زاهدد توبرکلوز د روغتون دځانګړي مرکز يو تن ډاکتر وويل:

"نری رنځ مرګونې ناروغي ده، خو د درملني وړ ده،چې مکروب يې د ټوخي، خندا اوخبرو له لارې لومړی فضااوبيادتنفس له لارې روغ انسان ته لېږدي.

که له دوو اوونيو زيات ټوخې او په بلغم کې وينه وليدل شوه، ناروغ دې د توبرکلوز درملني نږدي روغتيايي مرکز ته د تدواي لپاره ځان ورسوي."

نری رنځ
نری رنځ ددرملنې وړ دی،خوکه درملنه يې ونشي، انسان دمړينې له ګواښ سره مخ کوي.

ددې ناروغۍ نښې نښانې د ټوخي سره بلغم، ستړيا، بې اشتهايي، وزن بايلل او د شپي له مخې تبه او خولې دي.

د توبرکلوزد ناروغۍ درملنه د افغانستان د ټولو برخو دتوبرکلوز په ځانګړو مرکزونو کي په وړيا ډول ترسره کيږي.

حاجيان، د پښو درد او پړسوب روغتيا او ژوند
حاجيان، د پښو درد او پړسوب
د ماشوم نوم پرې کولروغتيا او ژوند
د ماشوم نوم پرې کول
د ماشوم دنس ناستي ناروغيروغتيا او ژوند
د ماشوم دنس ناستي ناروغي
اميدواري اودغاښونو دردروغتيا او ژوند
اميدواري اودغاښونو درد
جنسي کمزوريروغتيا او ژوند
جنسي کمزوري
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>