 | | | باسي خواړه او دنظافت نه مراعات کول دماشوم دنس ناستي لاملونه کيدای شي. |
نس ناستی يوه ميکروبي ناروغي ده، چې دهوا له ګرمېدو سره سم دکم عمر لرونکي ماشومان دكورنۍدلږې بې پروايۍ له امله پرې اخته کيږي. د نورضيا دنهو مياشتوماشوم دکابل داندراګاندي په روغتون کې بستر دی، چې دپيداښت له ورځې راپدېخوا يوه ورځ جوړ اوبله ورځ په نس ناستي اخته وي. ددې ناروغۍ لاملونه دکابل داندراګاندي په روغتون کې موظف ډاکترنصيراحمد همت داسې بيان کړل: "هغه ماشوم،چې دمور له شېدوپرته نورې شېدې خوري،که له ټاکلې اندازې زياتې ياکمې ورکړل شي هم دنس ناستي په ناروغۍ اخته کيږي. باسي خواړه، دشېدو په بوتل کې پاتې شوې شېدې او ترڅنګ يې دنظافت نه مراعات کول دماشوم دنس ناستي لاملونه کيدای شي." دډاکترهمت په وينا نس ناستی په دريودرجو ويشل شوی،چې درېيمه درجه نس ناستی يې خطرناک اوبېړنۍ درملنې ته اړتيا لري. هغه ماشوم، چې په يوه ورځ کې تردريو ځلوزيات نس ناستی ولري، بدن يې سست او ډېرتږي کيږي، بايد روغتيايي کلينيک ته ورسول شي.  | | | نس ناستی درې درجې لري،چې درېيمه درجه يې خطرناک اوبېړنۍ درملنې ته اړتيا لري. |
دنس ناستي دناروغۍ نښې نښانې عبارت دي له: دسترګو لوېدلو، دبدن کمزورۍ، دپوستګي ژېړېدلو، دنس درد اودخولې اوژبې وچېدلو څخه. په نس ناستي اخته ماشومانوته دجوس، هندواڼې او خوږوشيانوورکول زيانمن دي، پرځای دې يې ناروغ ته آو.آر. اس ياهم اړوب ورکړل شي. ددې ناروغۍ څخه دمخنيوي اسانه لار دماشوم خوړو، دهغه دخوړو دلوښو او چاپيريال پاکوالي ته لازمه پاملرنه ګڼل کيږي. |