 | | | په بدن ددانودپيداکېدوپه صورت کې ناروغ ته ښايي چې دپوستکي متخصص ته ولاړشي. |
ګرمکۍ د پوستکې هغه ناروغي ده، چې يوازې د ګرمۍ په موسم کې دانسان په بدن راپيدا کيږي. لمر ته ډېرګرځېدل ، ترلمباوروسته له لمدو جاموسره يالوڅ لمرته کېناستل خلک ددې ناروغۍ لامل بولي. ليث دننګرهار ولايت دکامې ولسوالۍ اوسېدونکی په سيندکې ترلمبا وروسته لمرته درېدلی و، چې بيا پرې ګرمکۍ راختلې وې. يوشمېر خلک د ګرمکيواو د پوستکی پر مخ د نورو دانو ترمنځ توپير نه شي سره کولای، ګرمکۍ په کم وخت کې د بدن په زياتو برخو راپيدا کيږي. ګرمکۍ خارښت او سوی هم لري. عبدالغفار همدرد دکابل په ميوند روغتون کې موظف ډاکتر د ګرمکيوګرول ددې دانودزياتېدولامل وګاڼه.  |  ګرمکۍ دپوستکي ناروغي ده چې په ګرمۍ کې دانسان په بدن راخېږي.  |
روغتيايي کارپوهان په بدن دهرډول دانودپيداکېدوپه حالت کې دپوستکي متخصص ته دناروغ تلل اړين اوپخپل سر دارو زيانمن بولي. دپاکوجامواغوستل، په لوڅوډډو او لمدو جاموکې لمرته نه کېناستل اودلمباپرمهال له پاکواوبوګټه اخيستل دګرمکيوپه مخنيوي کې ګټور تماميږي. |