BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 03:36 گرينويچ 2010 ,01 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: جل وهل

جل وهل
دلمرله مستقيووړانګوځان ساتل اوسړې اوبه څښل انسان له جل وهلو خوندي کوي.
هغه خلک چې په اوړي کې لمر ته ډېر ګرځي، په ګرمو بادونو کې کار کوي، سر يې لوڅ وي او تر سيوري او اوبو ليرې وي جل يې وهي.

بدن دپوستکی خارښت، دخولې وچېدل، درنګ ژېړ ېدل اومايعاتو ته ډېره اړتيا پيداکول ددې ناروغۍ نښې نښانې دي.

ډاکټران دا روغتيايي ستونزه ډېره خطرناکه بولي او وايي که لومړنۍ مرستې او پرخپل وخت درملنه يې ونشي ناروغ دمرګ تر بريده رسوي.

له داسې کسانوسره لومړنۍ مرستې عبارت دي له: ترهرڅه دمخه ناروغ سيوري ته رسول او دتنفسي سيستم کتل.

وروسته ناروغ ته خوله په خوله تنفس ورکول ، لمده ټوټې او اوبه يې په بدن اچول، خو ځينې خلک دې ناروغۍ ته کورنۍ درملنې هم لري.

جل وهل
دخولې وچېدل، د بدن دپوستکی خارښت اومايعاتو ته ډېره اړتيادجل وهلو نښې دي.

دا درملنې عبارت دي له د ولې دپاڼوټکول اوپرسر کېښودل او دخاکشير اوسپغول خوړل، چې ځينو داشان ناروغانوته ګټور تماميږي.

ددې ناروغۍ دمخنيوي په اړه دکابل په اندراګاندي روغتون کې موظف ډاکتر ظفرخان حيدرخېل وويل چې که چېرې سړی دلمر له مستقيمو وړانګوځان وساتي او اوبه وڅښي ،له جل وهلو ژغورل کيږي.

بروسلوزروغتيا او ژوند
بروسلوز
دمېرمنودتناسلي سيستم عفونتروغتيا او ژوند
د مېرمنو د تناسلي سيستم عفونت
پخپل سر داروروغتيا او ژوند
پخپل سر دارو
 د ماشوم د زېږون وخت روغتيا او ژوند
د ماشوم د زېږون وخت
د ملا د مريو نېږدي کيدلروغتيا او ژوند
د ملا د مريو نېږدي کيدل
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>